اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره نوموړي سکالر ډاکټر ذاکر نائيك ملاقات کړې ٬ د ملاقات په مهال مسلمانانو ته په پېښو چيلنجونو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ پشمول په نورو چارو خبرې اترې وشوې۔ ډاکټر ذاکر نائيك ووئيل د پاکستان وګړي زيات مينه لرونكي دي،مسلمانانو له خپلو كښې اختلافات هېرولو سره د قرآن و سنت په رڼا كښې يو موټے كېدو ته اړتيا ده۔د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق ووئيل اسلام بشپړه ضابطه حيات دے، اسلامي تعليمات د امن، ورورولۍ او ميني پيغام وركوي،مسلمانانو له به يو موټے كېدو سره له يو بل سره په ګډه تلل وي۔ ده ووئيل د ډاکټر ذاکر نائيك په نړۍ كښې د اسلام د امن او ميني پيغام عام کولو كښې هڅي د ستائنې وړ دي،د پاكستان په آئين كښې ټولو وګړو ته يو ډول حقونه ترلاسه دي،پاکستان كښې اقليتونو ته د هغوي د حقونو بشپړه تحفظ ترلاسه دے،مسلمانان په پېښو چيلنجونو قابو موندلو له يووالي ته اړتيا لري، پاکستان په نړيواله كچه امن او مذهبي همغږۍ ته وده وركولو له خپل كردار ترسره كوي۔ ډاکټر ذاکر نائيك ووئيل اسلام د امن، محبت او ورورولۍ دين دے،زما د تبليغي کار مقصد نړۍ كښې د اسلام ٬ امن او محبت حقيقي پيغام رامخې ته كول دي۔ډاکټر ذاکر نائيك په اتحاد بين المسلمين او د اسلام حقيقي پيغام په ټوله نړۍ كښې خپرولو له د پاکستان کردار وستائلو۔دې نه پس د قومي اسمبلۍ سپيکر سره ډاکټر ذاکر نائيك د ايوان دوره هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Alvi trying to arrange govt-opp meeting
-
Engage in dialogue, CJP tells politicians
-
Director of System Safe City Islamabad found hanging from ceiling fan
-
Street crimes in Lahore increases 200%
-
Pack of shameless thugs roaming abroad: Cheema
-
Data up for grab on dark web for $3.5m: Fawad
-
Court extends physical remand of Ayaz Amir, son in murder case
-
Police constable martyred in an attack on MPA Aghaz Khan’s house
-
0.8m children enrolled in govt schools in KP: minister
-
Policeman martyred in MPA house attack
-
IHC reprimands Sh Rashid over political petition
-
Transgenders should be given full rights: Ashrafi