اسلام آباد 01 اکتوبر(اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي زمونږ نسلونو جمهوريت لپاره قربانۍ وركړي٬ د بلوچستان وكيلانو د امريت په مړانه مقابله كړې ٬ د آمر د بلك لا خاتمه ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په کوئټه كښې بلوچستان هائيکورټ بار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وزيراعلي مير سرفراز بګټي او د بلوچستان هائيکورټ بار ايسوسي ايشن صدر محمد افضل حريفال ايډووکيټ او د پيپلز لائرز فورم عهدېدارو ګډون وكړو ۔ په دې موقع بلاول بهټو زرداري ووئيل د صوبې اولس څه موده راهسې ترهګرۍ سره مخ دے٬ زه منم چې نن حالات ډېر خراب دي خو حالات ھغه وخت هم خراب وٶ كله چې دلته يو داسې كس ناست ٶ چې په ضد ئې تاسو يوه خبره نه شوه كولې ۔ ده ووئيل تاسو ما ته اووائي چې د توهين عدالت مطلب دا دے چې كه چرې تاسو د يو جج په ضد خبره وكړې نو تاسو ته به ټول عمر سزا كېږي؟۔ ده ووئيل په اسلام آباد چې څه راوان دي ھغې سره زما هېڅ تعلق نشته۔ ده ووئيل مونږ ته د بشپړه انصاف تصور د شهيد بهټو د رېفرنس نه وروستو راياد شوے، د آئيني بدلون پحقله زه يو كس لپاره هڅې نه كوم٬ ما ته معلومه ده چې په هېواد كښې انصاف ترلاسه كېدل ګران دي
متعلقہ مضامین
-
Alvi trying to arrange govt-opp meeting
-
Engage in dialogue, CJP tells politicians
-
Director of System Safe City Islamabad found hanging from ceiling fan
-
Street crimes in Lahore increases 200%
-
Pack of shameless thugs roaming abroad: Cheema
-
Data up for grab on dark web for $3.5m: Fawad
-
Court extends physical remand of Ayaz Amir, son in murder case
-
Police constable martyred in an attack on MPA Aghaz Khan’s house
-
0.8m children enrolled in govt schools in KP: minister
-
Policeman martyred in MPA house attack
-
IHC reprimands Sh Rashid over political petition
-
Transgenders should be given full rights: Ashrafi