اسلام آباد۔01 اكتوبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري مشرانو وګړو ته د خپلې تجربې او پوهې ځوان كول ته په منتقل كولو او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې د كردار په ترسره كولو د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي مونږ د مشرانو وګړو د نړيوالې ورځې په موقع د دوئي خذمت كولو او خيال ساتلو نظام لا ښه كولو له د خپل عزم پخلے كوؤ۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د مشرانو وګړو د نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې د نهې په ورځ د اكتوبر په اولنۍ نېټه لمانځلې شي۔ ده ووئيل مشران وګړي نه يوازې دا چې زمونږ د ټولنې بنياد دے بلكه د علم ٬ حكمت او تجربې سرچينه هم دي۔ زمونږ مذهب مونږ ته خپل مور پلار او مشرانو سره د مينې او د احترام درس راكوي۔ ده ووئيل زمونږ مور پلار او مشرانو د خپلو ماشومانو تربيت او خيال ساتلو له بلها قربانۍ وركړي٬ دا زمونږ اخلاقي او مذهبي ذمه واري ده چې مونږ دوئي سره د عزت او وقار معامله وكړؤ او د دوئي خيال اوساتؤ۔ صدر مملكت ووئيل د اسلامي جمهوريه پاكستاني آئين دا د رياست ذمه واري ګرځوي چې د هغه ټولو وګړو ضرورتونه ترسره كړي كوم چې د كمزورۍ ٬ بيمارۍ يا بې روزګارۍ د لاسه په مستقله توګه يا عارضي توګه روزي ګټلو څخه عاجز شوي دي۔ ده ووئيل حكومت د بزرګانو خېر ښېګړې له يو شمېر ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل زه وفاقي او صوبائي حكومتونو سره سره سول سوسائټي څخه غوښتنه كوم چې هغه وګړو لپاره د روغتيا آسانۍ برابرولو ته بام لرنه وركړي٬ سماجي تحفظ غوره كړي٬ د مشرانو د حقونو تحفظ وكړي او دوئي لپاره يو دوستانه او صحتمند چاپېريال باوري كړي۔ ده ووئيل راځۍ چې په ننۍ ورځ پاكستان يو ټول شموله او بزرګ دوست هېواد جوړولو لپاره هڅه وكړؤ۔
متعلقہ مضامین
-
92pc kids vaccinated against Covid-19 in Punjab
-
PM felicitates Saudi Crown Prince on national day of KSA
-
Apology-accepted-deferred
-
Journalist’s son detained after wife found dead in Islamabad
-
Chinese delegation gives Rs4.5m to PRCS for flood victims
-
IHC rejects PTI’s plea challenging PPC’s sedition section
-
FIR filed against senior journalist Ayaz Amir’s son in murder case
-
Mushaal lauds OIC’s support for Kashmir cause
-
Ashrafi sues Punjab govt over ouster from MUB
-
Dengue patients toll reaches 1,810 in Rawalpindi
-
UN Sec Gen to arrange donors’ conference soon
-
Sheikh Sultan meets COAS, assures UAE support to flood victims