اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د چين قونصل جنرل ژاؤ شيرين ملاقات كړې او هغه له ئې د چين په قومي ورح مباركي وركړې ده۔د ملاقات په مهال محسن نقوي د صدر شي جن پنګ په قيادت كښې د چين د پرمختګ ستائنه كولو سره ووئيل چين په زړه پورې ډول پرمختګ كړې۔ده چين د پاكستان تر ټولوز يات د باور وړ او مخلص ملګرے ګرځولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه كوټلي اړيكو ته په لا وده وركولو زور راوړو۔د كورنيو چارو وزير د چين تند رفتاره پرمختك د نړۍ لپاره يو ماډل په توګه رامخې ته كولو سره ووئيل چين د پاكستان معيشت مستحكمولو كښې تاريخي كردار ترسره كړې۔محسن نقوي ووئيل پاكستان د چين سره په خبله ملګرتيا وياړ كوي،كوم چې د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پيك) د لارې نوره هم زياته شوي۔ده ووئيل پاك چين ملګرتيا به عمر له قوي وي۔ملاقات په مهال قونصل جنرل ژاؤ شيريں پاكستان كښې د چين سوداګرو د خواستونو په بنياد د كورنيو چارو وزارت د اړخه شوې ځيني تراميم د وفاقي وزير مننه وكړه۔ده پاكستان د چين ښه ملګرے وئيلي سره مننه وكړه او د دې خبري پخلے ئې وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته به روانه وي۔ملاقات كښې د چين قونصل خانے سينئر چارواكي هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Court suspends Ishaq Dar’s arrest warrants till Oct 7
-
What are the marriage plans of Bilawal Bhutto?
-
Armed forces continue rescue relief operations in flood hit areas
-
‘Sensitive’ matter
-
Better late than never
-
Mikaal Zulfiqar shows interest in Bollywood actresses
-
Dar to improve country’s economy: minister
-
Ishaq Dar takes oath as new finance minister
-
Pakistan finance minister known for propping up rupee in earlier stints
-
Renowned Shia cleric launches appeal for help of flood victims
-
NA committee concerned over illegal inflow of Afghan nationals
-
Induction of modern aircraft to enhance PN’s capability: CJCSC