اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د وزيراعظم شهباز شريف عمومي اسمبلۍ ته خطاب ستائېلو سره ووئيل وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير او فلسطين پخوانو شخړو٬موسمي بدلون٬ترهه ګرۍ او فتنه الخوارج پشمول نورو مسئلو ته د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولے دے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب نه پس خپل يو بيان كښې ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په ښه خطاب كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو رڼا اچولو سره د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې د كشميريانو د خپلواكۍ حق باوري كولو له دې اقدامات وكړی شي۔كشميريان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دې شخړې هوارے غواړي او وزيراعظم په فلسطينيانو د اسرائيل د ظلمونو په اړه هم د پاكستان قوي عزم څرګندولو سره په ملګرو ملتونو زور راوړے چې په دوه رياستي حل اډانه منصفانه او امن ناكه حل لپاره فعاله كردار ترسره كړي۔ ده ووئېل د سيمه ايزو شخړو نه علاوه وزيراعظم د ماحولياتي بدلون نړيوال بحران پلو هم پام ګرځولے د كوم په نتيجه كښې چې پاكستان زيات ځپلے شوے۔وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې د موسمي بدلون اثرات كمولو لپاره په خپلو لوظونو عمل وكړي۔وزيراعظم شهباز شريف د پرمختلليو هېوادونو څخه غوښتنه كړې چې په دې اړه مالياتي او تكنيكي مرسته كولو سره خپل لوظونه پوره كړي۔سپيكر ووئيل وزيراعظم په ډاګه كړې چې نړۍ له به د شخړو حل لپاره په ګډه كار كول وي۔ده ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون مخ نيوي او ماحولياتي انصاف ترلاسه كولو له به په ټولو نړيوالو هڅو كښې تر هر چا اول وي۔
متعلقہ مضامین
-
PAF bases, commands continue rehabilitation, flood relief operations
-
8 girls among 10 people abducted in Lahore
-
Let’s agree on ‘rules of game’
-
Court adjourns hearing of Rawalpindi Ring Road scam
-
Ombudsman to implement task force recommendations on plight of street children
-
Bahrain military chief phones COAS, offers full support to flood-hit people
-
Around 1,246,309 flood-hit families receive BISP assistance
-
Pak Army continues relief operation in Balochistan
-
No peace between Pakistan, India without Kashmir resolution: FM
-
Dengue outbreak getting worse in Karachi
-
Time for resilient universities
-
PTI’s US policy ‘most uncalled for’