اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) داخله وزارت د روانې مياشتې په مهال په اسلام آباد كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزې غونډې په موقعه فول پروف امنيت باوري كولو له د تګلارې منظوري وركړې ده۔ د اېس سي او كنفرنس په مهال به د پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ اېف سي او د پنجاب پوليس اضافي نفري هم تعينات كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د شنګھائی مرستې تنظيم كنفرنس تياريانو سره اړونده غونډه وشوه په كومه كښې چې وفاقي داخله سېكتر ٬ اېډيشنل سېكترانو ٬ چیف کمشنر اسلام آباد، آئی جی پولیس اسلام آباد، ډپټی کمشنر اسلام آباد، ډپټی کمانډنټ اېف سی، سېکتر کمانډر پاکستان رینجرز او د امنيتي ادارو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اېس سي او سرمشريزې غونډې سره د اړوندو امنيتي انتظاماتو بشپړ جاج واغستے شو۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د روانې مياشتې په مهال د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه په پاكستان كښې كېدل زيات مهم دي۔ په دې سمټ كښې يو شمېر مشران ګډون كوي٬ د نړيوال كنفرنس په پاكستان كښې كېدل ټول اولس لپاره درناوې دې۔ ده ووئيل د اېس سي او سرمشريز كنفرنس په موقعه به په هره كچه فول پروف انتظامات باوري كولې شي۔ د اېس سي او كنفرنس په مهال به اسلام آباد ښكلے كولے او د صفايۍ به خصوصي انتظامات كولې شي۔ ده ووئيل د اېس سي او غونډې په مهال دې ټولې اړوندې ادارې خپل متعين كړے شوے كردار ترسره كړي۔ ټولو له به په ګډه د كنفرنس په سولييز او كامياب ډول تابيا كېدل باوري كول وي۔
متعلقہ مضامین
-
Gold price in Pakistan today on, 19 September 2022
-
Epidemic in flood-hit areas of Sindh out of control
-
Zarnish Khan, Mathira lash out at Firdous Jamal
-
Quetta-Taftan railway track to be restored within two weeks: official
-
Shehbaz, Hamza exempted from personal appearance in FIA case
-
Opponents seeing Nawaz reshaping Pakistan’s ‘political map’: Maryam
-
MQM-P’s grievances will be addressed
-
Misleading video shows shooting in Ecuador, not Karachi’s Gulistan-e-Johar
-
Section 5:1 violated?
-
FM urges UN chief for mediatory measures seeking reversal of Indian unilateral actions in IIOJK
-
Indian military, religious aggression biggest threat in Kashmir: speakers
-
92pc kids vaccinated against Covid-19 in Punjab