ماسكو 02 اکتوبر(اے پی پی)د سرمايه كارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي پاكستان د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره روس سره پروژې پېل كولو لپاره چمتو دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ماسكو چيمبر آف كامرس صدر پلاتونوف ولادي مير سره روس كښې د غونډې په مهال وكړه ۔په دې موقع نائب صدر مشن چينكو ويلادي سالو او د بېبلو څانګو مشر لوكاشينكو ليديا هم د چيمبر آف كامرس په غونډه كښې ګډون كولو۔ د ماسكو چيمبر آف كامرس صدر د پاكستان څخه تجارتي پلاوي او د وفاقي وزير عبدالعليم خان روس ته په راتګ هركلے وكړو۔غونډې ته ووئيل شول د روس او پاكستان ترمينځه وړومبے بزنس فورم كول خوشبينه دے ٬ دې سره دوه اړخيزه تجارتي هلې ځلې زياتې شوي۔روس پاكستان ته د آئي ټي ټېكنالوجي٬سيف سټي پروژو٬آئي ټي سينټر او نورو څانګو كښې بشپړه د مرستې وړاندېز وكړو۔ملاقات كښې شريكې سرمايه كارۍ لپاره پاكستان او روس دواړو د خپلو خپلو كمپنيو فهرستونه جوړولو په اړه اتفاق وكړو ۔وفاقي وزير عبدالعليم خان روس ته پاكستان كښې د اكتوبر په مياشت كښې كېدونكي ټېكسټائل ايكسپو كښې د ګډون كولو بلنه وركړه ۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئېل روس په لويه پيمانه بزنس ټو بزنس هلو ځلو لپاره د مرستې باور راكړے ۔دوه اړخيزه تجارت كښې اضافې لپاره وفاقي وزير عبدالعليم خان د روس دوره كاميابه او ګټوره وګرځوله ٬ ده ووئېل ماسكو كښې د روس د 100 څخه زياتو كمپنو سي اي او سره ملاقاتونه په زړه پوري ډول شوي ٬ د ماسكو چېمبر دب راوړاندې شي پاكستان به روس سره د بزنس كميونټۍ د راتګ هركلے كوي۔
متعلقہ مضامین
-
PM appeals for donations of blankets, baby food
-
UNGA 77th session: PM Shehbaz to highlight climate catastrophe
-
Punjab reports 152 dengue cases today
-
ECP reserves verdict in Toshakhana case
-
Soldier martyred thwarting terrorist attack from Afghanistan
-
Muqam inaugurates newly-rehabilitated 132KV Madyan grid station
-
Another nine coronavirus cases reported in Punjab
-
Punjab PDWP approves eight development schemes
-
FIA summons Tarin over IMF audio leak
-
First flight from Greece with relief goods lands at Karachi airport
-
Court tells NAB to explain Maryam’s link to Avenfield
-
PIA directed to increase Quetta-bound flights