اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د پي ټي آئي مشرتابه ??ه تر 17 اكتوبر د احتجاج مؤخر كولو مشوره وركولو سره وئيلي دي چې احتجاج كول د هر چا حق دے خو د هيواد د بدنامولو په قيمت به چاته د سياست اجازه وركولې نه شي ٬ كله چې په پاكستان كښې د ملائيشيا وزيراعظم موجود وي ٬ د سعودي عربستان د اعلی كچې پلاوي او د چينائي صدر راتلل وي او د اېس سي او كنفرس كېدل وي نو په داسې وخت كښې د احتجاج كولو مطلب څه وي؟ مونږ له د سېكورټي انتظاماتو ته كتل دي ٬ كه نن د جمعې په ورځ ??وك احتجاج كوي نو هغوي سره به هېڅ ډول نرمي كولې نه شي٬ د كے پي كے وزراعلی يو ښه انسان دے هغه له به ??ې پرېكړې ته بيا كتنه كول وي۔ په اسلام آباد د بريد به په هر صورت كښې مخنيوي كوؤ۔ ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل دا م??ال د اسلام آباد انتظاميې لپاره حساس وخت دے۔ د ملائیشیا وزیراعظم تر سبا ورځې په پاكستان كښې دے٬ د سعودي عربستان د اعلی كچې پلاوې راتلونكے دے٬ د چين صدر هم پاكستان ته راروان دے٬ دې څخه وروستو به ?? اېس سي او كنفرنس كيږي۔ په 17 اكتوبر د چينائي صدر بېرته تلل دي۔ دا م??ال د هغه سېكورټي انتظامات ضروري دي۔ ده ووئيل په 4 اكتوبر پي ټي آئي د احتجاج كال وركړے دے ٬ پي ټي آئي ته وايؤ چې سياست ضرور وكړۍ خو په داسې وخت كښې نه كله چې د كوم بل هېواد مشر په پاكستان كښې موجود وي۔ ده ووئيل مونږ له هر ډول انتظامات كول وي٬ د ملائیشین په پروټوكول او دوره كښې به كوم كمې نه كيږي۔ ده ووئيل دا م??ال په اسلام آباد كښې دفعه 144 نافذ ده۔ ده ووئيل كه د ملائیشین وزیراعظم د دورې په مهال يوه وړه پېښه هم رامخې ??ه شي نو د دې نقصان به ټول عمر پورته كوؤ۔ ده ووئيل واجپائی چې كله پاكستان ته راغلے ؤ نو په لاهور كښې يوه وړه پېښه رامخې ??ه شوې وه د كومې طعنې چې تر نن ورځې راكولې شي۔ ده ووئيل سبا ورځ ډېره مهمه ده ٬ پاكستان سره د مينې لرونكي وګړي په حېث بايد ??وك ناوړه حركت ونكړي۔ ده ووئيل د كے پي كے وزراعلی يو ښه انسان دے هغه له به ??ې پرېكړې ته بيا كتنه كول وي۔ په اسلام آباد د بريد به په هر صورت كښې مخنيوي كوؤ۔ ده ووئيل پوليس بشپړه تياري كړې بيا دې ??وك ګيله نه كوي۔ ده ووئيل مونږ له 5 اكتوبر څخه پاک پوځ ٬ پېرا م??ټری فورسز تعينات كول دي۔ مونږ له سېكورټي فول پروف جوړول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د جمعې په ورځ به كومه رخصتي نه وي بياهم د اېس سي او كنفرنس په ورځو كښې به ??سلام آباد كښې عامه رخصتي وي۔ په دې اړه به ??اقاعده نوټيفكېشن كولې شي۔ آئی جی اسلام آباد د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ چې كوم كسان نيولي دي هغوي د احتجاج منصوبه ??ندي كوله۔ دې كسانو څخه د مېخونو ډنډې ٬ ليندې او كانړي برآمد شوي دي
متعلقہ مضامین
-
China to increase number of scholarships for Pakistanis
-
Rs100m released for NACTA amid high alert
-
Overseas Pakistanis to cast votes through internet
-
Govt aims to provide business atmosphere
-
Sargodha Police say crime rate decreased this year
-
CPNE welcomes PEMRA ban on Aamir Liaquat
-
کائیہو آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ
-
جیکسیانگ ڈریگن ٹائیگر کی سرکاری تفریحی ویب سائٹ: تفریح اور معلومات کا بہترین پلیٹ فارم
-
ڈریگن لیجنڈ آفیشل ڈاؤن لوڈ مکمل گائیڈ
-
ڈریگن لیجنڈ آفیشل ڈاؤن لوڈ مکمل گائیڈ
-
شمال مشرقی الیکٹرانکس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم: ایک نیا دور
-
سپر ہٹ قابل اعتماد تفریحی داخلہ کی اہمیت اور خصوصیات