لاهور۔6 اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شريف د پي ټي آئي د مظاهرچيانو لخوا په كاڼو د ويشلو په نتيجه كښې د اسلام آباد پوليس اهلكار عبد الحميد په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره هدايت كړے دے چې په دغه پيښه کښې ککړ ټول کسان دې خپل انجام سره مخ كړې شي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ وزيراعظم شهيد اهلكار لپاره د لوړو درجو دعا كولو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ وزيراعظم ووئيل پي ټي آئي تل د احتجاج تر نامې لاندې د تشدد لاره خپله كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل دې ګوند په تېر وخت كښې د سركاري ټي وي په ودانۍ بريد وكړو او د پارليمنټ هاؤس دروازه يۍ ماته كړه۔ وزيراعظم په دې پېښه كښې د ككړو ټولو كسانو خپل انجام سره د مخ كولو هدايت وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Opp in NA seeks names of those involved in wheat and sugar crisis
-
Buzdar reviews measures being adopted against coronavirus
-
Banks can auction mortgaged property without court decree, LHC rules
-
TTP militant killed in blast
-
Commission of inquiry on enforced disappearances holds meeting
-
CPNE concerned over arrest of Mir Shakilur Rehman
-
Nine dead in recent rain-related incidents across KP: PDMA
-
Qureshi urges diplomats to mould themselves according to modern demands of diplomacy
-
SC issues interim order regarding KCR land, Karachi encroachments case
-
Schools, colleges and universities in Pakistan to remain closed till April 5 amid coronavirus outbreak
-
Pearl-Continental Hotel, Mountain & Ski Resort Malam Jabba is NOW OPEN
-
Close zoos if govt can’t look after animals: IHC