اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال سره د زيارت په ورځ د چائنا پاور ريسورسز چيئرمېن ژونګ هائشيانګ او پورټ قاسم پراجيکټ چيئرمين هي شيويو په مشرۍ كښې پلاوي وليدل او دوه ورځې وړاندې په كراچۍ كښې د چين په اهلكارو د بريد او د كاركنانو د حفاظت په چارو يي د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ پلاوي په كراچۍ كښې په دې وروستيو كښې د چين د دوه وګړو په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه۔ احسن اقبال په پېښه د افسوس څرګندونې كولو سره د چين اهلكارو كورنيو سره غمرازي او د حکومت لخوا د همدردۍ څرګندونه وكړه٬ ده پلاوي له باور وركړو چې حكومت د چين وګړو حفاظت ته وړومبۍ پام لرنه كوي٬ د دې پېښې بشپړه تحقيقات ځائي انتظاميه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې كوي او ډېر زر به ذمه وار انصاف سره مخ كړې شي۔ ده زور راٶړو چې د چين د كاركنانو د امنيت په اړه به كومه بې غوري نه كېږي، سکيورټي نظام لا سختولو لپاره اقدامات كوٶ۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ سيکرټري اويس منظور سمرا، جوائنټ چيف اکنامسټ ظفرالحسن او د منصوبه بندۍ وزارت د سي پېك منصوبې او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔ دواړو ډلو د سي پېك له مخې د روانو منصوبو په كاميابۍ سره بشپړولو او شريكې مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلے وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
PAF bases, commands continue rehabilitation, flood relief operations
-
8 girls among 10 people abducted in Lahore
-
Let’s agree on ‘rules of game’
-
Court adjourns hearing of Rawalpindi Ring Road scam
-
Ombudsman to implement task force recommendations on plight of street children
-
Bahrain military chief phones COAS, offers full support to flood-hit people
-
Around 1,246,309 flood-hit families receive BISP assistance
-
Pak Army continues relief operation in Balochistan
-
No peace between Pakistan, India without Kashmir resolution: FM
-
Dengue outbreak getting worse in Karachi
-
Time for resilient universities
-
PTI’s US policy ‘most uncalled for’