اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د چين وزيراعظم لي چيانګ ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال په معيشت، سرمايه كارۍ او د سيمه ا??زو روابطو په مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه ستراتيژكي مرستې لا زياتولو له د عزم پخلي كولو سره صدر مملكت ووئيل دواړه هېوادونه به په سي پېك منصوبو عملدرامد ګړندے كوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع صدر مملكت ووئيل چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې د نوې لارو لټولو په اهميت زور رواړلو سره ووئيل پاك۔چين اړيكو ته پر??ختيا وركولو كښې لا ګنجائش شته۔ صدر مملكت د تجارتي او اولسي روابطو قوي كولو لپاره د ټولو موسمونو د لارې د روابط زياتولو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل د چين كمپنيو له پاكستان سټاك ايكسچينج كښې سرمايه كارۍ سره پاكستان كښې د شته موقعو څخه ګټه پورته كول پكار دي۔ ده ووئيل سي پېك او د ګوادر پورټ مرستې څخه د چين اقتصادي پرمختګ څخه د بشپړه استفادس وخت راغلے۔ صدر مملكت ده ووئيل زه سږ كال په ن??مب?? كښې د چين دورې اراده لرم، زه پخوانو دوستانو سره رابطې جوړولو او اړيكو مستحكم كولو لپاره خبرو ته منتظر يم۔ صدر مملكت د ملاقات په مهال پخپل پخواني دور كښې د چين پخپلو دورو رڼا واچوله ٬ ده ووئيل پاكستان ته د شريك اهميت په مهمو مسئلو د چين غېر متزلزل ملاتړ ترلاسه ٶ۔ ده د ترهګرۍ په بريدونو كښې د چين د دوو وګړو په وژنه د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل په دې ناوړه پېښه ټول قام دړدېدلے۔ صدر مملكت ووئيل د پاك چين دوستۍ دښمنان د چين وګړي په نخښه كولو سره دوه اړخيزه اړيكو خرابولو او د سي پېك منصوبې د مت??ثر?? كولو هڅې كوي ۔ صدر ووئيل دښمن به پخپلو ناوړه هڅو كښې كامياب نشي۔ دغسې صدر مملكت تورنو ته مثالي سزا وركولو لپاره د پاكساتن د عزم څرګندونه هم وكړه۔ صدر مملكت آصف علي زرداري په ايوان صدر كښې د جمهوريه چين رياستي كونسل وزيراعظم لي چيانګ په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ وركړه چې پكښې وزيراعظم شهباز شريف او د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني هم ګډون وكړو۔(
متعلقہ مضامین
-
ڈائو چان کی خوبصورتی کا جال: سرکاری تفریحی ویب سائٹ
-
فورچیون ڈریگن ایماندار بیٹنگ داخلہ
-
Crash Game Ki Credibility Aur Betting Links
-
Imran asks PTV to broadcast his live address
-
PM performs groundbreaking of Havelian-Thakot motorway
-
After five unsuccessful sessions TORs committee now needs extension
-
Two killed, five injured in grenade attack at Barra
-
Wild Hell Entertainment آفیشل ایپ - آپ کا تفریحی پورٹل
-
ٹی پی کارڈ گیم آفیشل پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
Baccarat آفیشل ڈاؤن لوڈ: محفوظ اور تیز ترین طریقہ
-
SBO اسپورٹس آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
RSG الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ جدید ترین سافٹ ویئر اور اپڈیٹس