اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د چین په قاامي ورځ د آئي پي پي صدر او د نجكارۍ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د چین اولس له مباركي وركړې ده۔ د چین د تاسیس ورځې په موقع د استحکام پاکستان ګوند صدر عبدالعلیم خان د چين صدر شی جن پنګ لپاره د مباركۍ په خپل پیغام كښې ووئيل د پاکستان قوم د چین د تاسیس ورځې په موقع د چین اولس په خوشحالو كښې برابر شريك دے۔ د نجكارۍ وزارت د اړخه جاري شوې بيان كښې وفاقی وزیر ووئيل پاك چين ملګرتيا په شريك احترام، اعتماد او ورورولۍ اډانه د رښتني خپلولۍ دويم نوم دے۔ ده ووئيل د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ كښې چین په زړه پورې مرسته كوي۔د استحکام پاکستان ګوند صدر ووئيل د پاکستان او چین اشتراك سره به د مستحکم او سوكاله پاکستان خوب ريښتيا شي، د سي پيك په شان عظیم منصوبې او نور تجارتي راهدارو لپاره د چین مرسته د نعمت نه كمه نه ده۔ عبدالعلیم خان ووئيل د پاکستان قام د چین د تاسیس په ورځ د چین اولس په خوشحالو كښې برابر شريك دے، د قائد اعظم هېواد څخه د عزت مآب چو این لائی هېواد لپاره د خیر سګالۍ جذبات وړاندې كوؤ۔
متعلقہ مضامین
-
‘Be ready, movers and shakers’
-
IMF to support Pakistan’s flood relief, reconstruction efforts
-
Pakistan, England build for T20 World Cup in long-awaited series
-
NUST idea of ‘Own a Village’ aims to revive shelter, livelihood for flood-hit people
-
PM meets King Charles, condoles death of Queen Elizabeth
-
Gastroenteritis, malaria kill 9 more people in Pakistan floods aftermath
-
PAF extends support for flood victims rehab, medical relief
-
Senate body concerned over continued absence of CDA chairman
-
Soldier martyred while thwarting cross-border terrorist attack
-
Turn solidarity into action
-
Curbing human trafficking, migrants smuggling require coordinated response: UNODC
-
Punjab govt can stop officers lawfully under public interest: Elahi