اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په مېنځني ختيز كښې په زيات شوي مخاصمانه صورتحال د اندېښنې څرګندونه كولو سره په ټولو ډلو زور راوړے چې ھغوي امن ته پام لرنه وكړي۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د جاري بيان له مخې اسرائیل په دې وروستيو مياشتو كښې د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزۍ كړي چې په نتيجه كښې ئې دا سنګين انساني بحران راپېدا شوے دے۔ وياندې ووئيل د اسرائیل لخوا په غزہ كښې روانې نسل کشۍ سره سيمه ايز امن او سلامتيا خطر سره مخ ده، په لبنان بريد په اړي ګړي كښې شدت راپېدا كړے چې ورسره د بې ګناه وګړو ژوند ځپلے كېږي٬ فلسطین، لبنان او د پراخه منطقې خلق د يرې او تشدد نه د آزاد ژوند كولو مستحق دي۔ بیان كښې زياته كړې شوه چې ټولو ډلو لپاره دا ډېره ضروري ده چې ھغوي پشا لاړ شي او نړيوالې ورورولۍ له د صورتحال بهتر كولو لپاره په تندۍ سره كاروائۍ پكار ده ۔ وياندې ووئيل د نړيوال قوانين د ځېنې ډلو لخوا په جار د خلاف ورزۍ كلتور لاره نيولو پلو پام لرنه پكار ده۔ وياندې ووئيل پاكستان سلامتي كونسل څخه په منطقه كښې امن او سلامتيا برقرار ساتلو٬ د لبنان د خپلواكۍ تحفظ او په غزه كښې د روان بشري بحران خاتمې لپاره د خپلې مطالبې پخلے كوي ۔ وياندې ووئيل پاکستان د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د اړوندو قراردادونو له مخې د فلسطین مسئله په سپېځلې ډول او جامع حل له مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن له د دوه رياستي حل پرله پسې وكالات كړے دے
متعلقہ مضامین
-
‘Be ready, movers and shakers’
-
IMF to support Pakistan’s flood relief, reconstruction efforts
-
Pakistan, England build for T20 World Cup in long-awaited series
-
NUST idea of ‘Own a Village’ aims to revive shelter, livelihood for flood-hit people
-
PM meets King Charles, condoles death of Queen Elizabeth
-
Gastroenteritis, malaria kill 9 more people in Pakistan floods aftermath
-
PAF extends support for flood victims rehab, medical relief
-
Senate body concerned over continued absence of CDA chairman
-
Soldier martyred while thwarting cross-border terrorist attack
-
Turn solidarity into action
-
Curbing human trafficking, migrants smuggling require coordinated response: UNODC
-
Punjab govt can stop officers lawfully under public interest: Elahi