ماسکو۔3اکتوبر(اے پی پی) د سرمايه كارۍ ٬ نجكارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي روسيه سره په دوه اړخيزه كاروباري او نورو منصوبو كښې مرستې له خوښي لرؤ٬ په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روسيه نائب وزيراعظم الېکسی اوور چک سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د سرمايه كارۍ وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال په روسيه كښې د پاكستان سفير خالد جمالي او مشران چارواكي هم وفاقي وزير عبد العليم خان سره موجود وو۔ په ملاقات كښې د ټرانسپورټ وزير رومان سټاراووت او د صنعت او تجارت دوهم وزير الېکسی ګروزدیف هم شامل وؤ۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د روسيه نائب وزيراعظم سره د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړې۔ په ملاقات كښې په تاپي ګېس پراجېكټ ٬ تجارت ٬ د پاكستان تر ايران ٬ آذربائيجان او روسيه مجوزه تجارتي راهدارۍ او رېل ټرېك جوړولو هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې د پاكستان او روسيه ترمينځه په تجارتي ٬ معاشي او د دوه اړخيزه مرستې په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاكستان او روسيه ترمينځه په كال 2022 كښې په شوې انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ لوظنامه غور اوشو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل روسيه سره په دوه اړخيزه كاروباري او نورو منصوبو كښې دوه اړخيزه مرستې له خوښي لرؤ٬ پاكستان د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري۔ د روسيه نائب وزيراعظم الېکسی اوور چک پاكستان لپاره د بشپړه مرستې او د خېر سګالۍ جذبو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په نارتھ ساؤتھ انټرنېشنل ټرانسپورټ کورېډور كښې د پاكستان خوښي لرل د ستائنې وړ ده۔ دا به د یورو ایشیا او قطبي او سوئيلي هېوادونو ترمينځه تړون لپاره په زړه پورې تجارتي روټ وي۔ په ملاقات كښې د روسيه او پاستان بېلو څانګو ترمينځه د خبرو اترو په روانو ساتلو موافقه هم وشوه
متعلقہ مضامین
-
Atta Tarar gets interim bail in PA ruckus case
-
286 students get degrees at NUML convocation
-
Learn to live within your means: Miftah
-
Over 1,200 medical relief camps being organised in flood-hit areas
-
Floods: Water continues to overflow from different points at Manchar Lake
-
China, Pakistan build network to forecast environmental disasters
-
The invincible warriors
-
Sindh secures $92 million assistance from World Bank
-
Flood impact: Mohenjo Daro likely to be removed from World Heritage List
-
Citizen approaches court for registration of treason case against Imran Khan
-
IHC overturns PEMRA ban
-
Toshakhana case false, baseless, Imran tells ECP