اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قومي تحفظِ ٬خوراك او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د دې عزم پخلے كړې چې جي ايم اوز درآمد او استعمال په اره د ټولو وزارتونو متفقه پريكړې لپاره به د كابينې كمېټۍ غونډه كولې شي دغسې چې متفقه پاليسي خپله كرې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ګول ميز كانفرنس ته خطاب كښې وكړه۔د غونډي په مهال مقررينو په جينياتي توګه بدل شوي تخمونو (جي اېم اوز) په زراعت كښې افاديت او په دې اړه غلط فهمو لري كولو لپاره په سائنسي بنيادونو كوټلي تحقيق غوښتنه وكړه۔دا مكالمه د امريكې سويا بين ايكسپورټ كونسل (يو ايس ايس اي سي) د اړخه پاكستان كښې د سويا بين په درآمد لګيدلي بنديزونو او جينياتي توګه بدل شوي تخمونو په ضد رامخې ته شوي مزاحمت په سرخط شوې وه۔كانفرنس كښې د قومي تحفظِ ٬خوراك او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د خصوصي ميلمه په حثيت سره ګډون وكړو او د سرخط په اهميت ئې رڼا واچوله۔ رانا تنوير حسېن د جي اېم اوز سويا بين درآمد حمايت كولو سره ووئيل په دې سرخط به حتمي پريكړه د موسمياتي بدلون وزارت پوهانو د رايو په بنياد كولې شي دغسې چې سائنسي او ماحولياتي حقائق ترنظر ساتلو سره پريكړه وكړې شي۔ د كوټلي پرمختګ لپاره پاليسي اداري مشر ډاكټر عابد قيوم سلهري خپل ابتدائي كلمات كښې ووئيل د جي اېم اوز درآمد په اړه كومي هم پاليسۍ جوړولو لپاره كوټلي او سائنسي شواهد لرونكي مكالمے ته اړتيا ده دغسې چې د دې سرخط د هر اړخ جاج واخستلے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Envoy hails China for helping Pakistan amid floods
-
Pakistan floods threaten Afghan food supply: UN
-
Govt committed to flood-hit people’s rehabilitation: CM
-
Pakistan receives 12th relief flight from UAE
-
Health camps set up in flood-affected districts across country
-
Gold Price In Pakistan – 05 September 2022
-
Suspect in Karachi street crimes arrested
-
Pregnant women caught in Pakistan floods desperate for aid
-
Better climate planning urged to cut flood risks
-
PM lays wreath at Martyrs Monument to pay tribute to 1965 war heroes
-
PAF releases national song as tribute to martyrs on Defence Day
-
Gen Bajwa’s services for Islam, democracy laudable