اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د آل پاکستان مائننګ اينډ انډسټريل ايسوسي ايشن پلاوي د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ د كشمير چارو وزارت لخوا د جاري بيان له مخې پلاوي سره په خبرو كښې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل زما د هلو ځلو په نتيجه كښې د ضم شوو ضلعو او مالاكنډ ډويژن لپاره د يو كال ټېكس استثنيٰ وركړې شوې٬ ده هيله ولرله چې دا اقدام به په سيمه كښې كاروباري هلو ځلو ته وده وركولو له ګټور ثابت شي۔ په دې موقع پلاوي وفاقي وزير د خپلو مسئلو نه خبر كړو او وفاقي وزير انجينئر امير مقام پلاوي ته باور وركړو چې د دوي مسئلې به اړوندو چارواكو ته رسولې شي۔ په پلاوي كښې د آل پاکستان مائننګ اينډ انډسټريل ايسوسي ايشن چيئرمين شاہ خالد صافي، حاجي همت شاہ، ملک سلطان، حاجي روزي ګل، حاجي عباد ګل، شکيل مومند او فضل ربي صافي شامل وو۔ د ملاقات په پائې كښې پلاوي د وفاقي وزير مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
PM praises armed forces for carrying forward 1965 war legacy by defeating terrorism
-
Educationist, politician Hunaid Lakhani passes away in Karachi
-
President for conducive workplace for women to yield better economic results
-
53 new coronavirus cases reported in Punjab
-
Mid-Autumn Festival Gala to present high-tech visual feast
-
PA observes one-minute silence over Queen Elizabeth’s death
-
Police claim to have busted gangs of bandits
-
Govt to legislate for setting up centre of disease control to prevent epidemics: Elahi
-
SC moved to prohibit defamation of state institutions, officials
-
HEC chairman vows to further improve performance
-
SC issues show cause notice to VC BZU in mashroom growth of Law Colleges case
-
Chinese firms continue supporting Pakistan in flood relief efforts