اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق رښتيا ، شفافيت او جمهوريت ودې لپاره په هېواد كښې د ميډيا تنظيمونو، خبريالانو او پرېس ايسوسي ايشنز هڅي ستائلو سره وئيلي د جمهوريت تحفظ او ټولنه كښې احتساب ته وده وركولو كښې ميډيا مهم كردار ترسره كوي۔ خبر رسنو ادارو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل ذمه واره صحافت نه يواځي اولس له درست ،د باور وړ او په وخت معلومات وركوي بلكه جمهوري عمل كښې د هغوي شركت هم باوري كوي۔ده ووئيل ميډيا د اولس د غږ په توګه كار كوي۔ده د رښتيا ، انصاف او مساوات اصول برقرار ساتلو كښې د صحافت اهميت هم رامخې ته كړو۔ده په ډيجيټل دور كښې غلط معلومات او جعلي خبرونو مقابله کولو زيات شوې چيلنج رامخې ته كولو سره په خبريالانو زور راوړو چې په حقائق اډانه غير جانبدارانه رپورټنګ باوري كولو سره خپل فرض پورا کړي۔ده ووئيل بايد خبريالان په حقائق اډانه او غير جانبدارانه خبرونو باوري كښې په زړه پوري کردار ترسره كړي۔سردار اياز صادق په مشکل او خطرناك حالات كښې د حقائق څخه پرده اخوا كولو له كار كونكو خبريالانو قربانيو او محنت ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره آزاد او خپلواكه ميډيا ته اړتيا ده۔ده ووئيل قومي اسمبلي به د رايو څرګندوني تحفظ جاري ساتي۔
متعلقہ مضامین
-
Flood death toll reaches 1,545
-
Imran struggling for supremacy of constitution: Cheema
-
APP directed for early payment of dues to retired employees
-
Health Department setup more isolation wards after increase in dengue cases
-
Sherry Rehman to attend Climate Week New York City
-
China thanks COAS for CPEC security
-
IHC quashes terrorism charges against Imran
-
Practice, Innovation and Industry
-
Pakistan, France join hands for reconstruction after flood destruction
-
PM acknowledges empathy of Angelina Jolie for Pakistan’s millions of flood victims
-
NA speaker urges political parties to promote peace for prosperous Pakistan
-
Mayday, mayday