اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان سره پاكستان كښې د ايتھوپيا سفير جمال بكر عبد الله ملاقات وكړو په كوم كښې چې په دواړو هېوادونو كښې د ځوانانو خپلواكه جوړولو له د نوؤ لارو په لټولو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم یوتھ پروګرام څخه د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې سفیر په اېتھوپیا او پاكستان دواړو كښې په آبادۍ كښې د ځوانانو په زړه پورې برخه په ډاګه كړه او د مرستې په امكانات يۍ زور راوړو۔ دوئي د توان او اختراعات كارولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل د ایتھوپیا ځوانان د موسمياتي بدلون په ضد جنګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ رانا مشهود احمد خان په موجودہ حکومت كښې د ايتھوپيا د ځانګړي پرمختګ ستائنه كولو سره ووئيل مونږ د خپلو ځوانانو په خپلو پښو اودرولو كښې يو بل سره مرسته كولې شوو۔ وزيراعظم شهباز شريف د ځوانانو پرمختګ لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړي كوم به چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي۔ د ایتھوپیا سفیر زياته كړه چې پاکستانو كاروباري شخصياتو ته په ایتھوپیا كښې د راروان كال جنورۍ مياشت كښې په كېدونكي سنګل کنټری نندارتون كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې كومه به چې د تجارتي اړيكو پياوړتيا له يو په زړه پورې موقعه وګرځي۔ په ملاقات كښې په پاکستان او ایتھوپیا كښې د ځوانانو سباؤن لپاره د نورو ګامونو پورته كولو عزم هم څرګند كړے شو
متعلقہ مضامین
-
Flood death toll reaches 1,545
-
Imran struggling for supremacy of constitution: Cheema
-
APP directed for early payment of dues to retired employees
-
Health Department setup more isolation wards after increase in dengue cases
-
Sherry Rehman to attend Climate Week New York City
-
China thanks COAS for CPEC security
-
IHC quashes terrorism charges against Imran
-
Practice, Innovation and Industry
-
Pakistan, France join hands for reconstruction after flood destruction
-
PM acknowledges empathy of Angelina Jolie for Pakistan’s millions of flood victims
-
NA speaker urges political parties to promote peace for prosperous Pakistan
-
Mayday, mayday