ماسکو۔1اکتوبر(اے پی پی) د سرمايه كارۍ ٬ نجكارۍ او موصلات وفاقي وزير عبد العليم خان وئيلي دي سرمايه كارۍ او آسانيو سره پاك روس تجارتي تړون ته وده وركول غواړؤ٬ روسيه سره تجارتي اړيكو ته وده وركول د پاكستان د خارجه پاليسۍ مهم جز دے٬ په دوه اړخيزه تجارت او معاشي اړيكو كښې زياتوالې خوشبين دے ٬ د اولني پاك روس بزنس ټو بزنس فورم كول د ستائنې وړ دے٬ د فورم تابيا كولو سره د دواړو هېوادونو كاروباري ورورولي يو بل ته نزدې كول غواړؤ٬ پاكستان روسيه سره اولسي ٬ كلتوري رابطو او دوه اړخيزه همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لري٬ پاكستان د سرمايه كارۍ بلها موقعې لري٬ د روسيه سرمايه كار پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زړه راكښونكو موقعو څخه استفاده كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه عبد العليم خان د نهې په ورځ د پاک روس تجارتی او سرمایه کاری فورم پرانستې سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل په فورم كښې 60 څخه زياتې پاكستاني ادارې ګډون كوي۔ ده ووئيل په تاريخ كښې په اولني ځل پاکستان او روسيه بزنس ټو بزنس فورم كيږي۔ هيله ده چې دې سره به د پاك روسيه دوه اړخيزه تجارت نوے دور پېل شي۔ دې ووئيل دې سره به دوه اړخيزه تړون لا پراخا او مستحكم شي۔ عبد العليم خان ووئيل پاكستان روس سره په پخوانۍ سفارتي او تجارتي اړيكې لري۔ د پاكستان حكومت روسيه سره خپلې اړيكې زياتې مهمې ګڼي او ددې عكاسي د وزيراعظم شهباز شريف او د روسيه صدر ولادي مير پيوټن ملاقات څخه هم كيږي۔ ده ووئيل په جولائی 2024 كښې په آستانه كښې دوئي ترمينځه د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزې غونډې په مهال شوې ؤ۔ عبدالعلیم خان زيات كړه چې 18 څخه تر 19 ستمبر د روسيه دوهم وزيراعظم د پاكستان دوره وكړه۔ ده ووئيل په كال 2023 كښې د پاكستان او روسيه د شريك تجارت مجموعي حجم 1200 ملین ډالر ؤ۔ پاکستان روسيه ته د 83 ملین ډالرو برآمدات او 900 ملین ډالر څخه د زياتو درآمدت وكړل۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان او روسيه ترمينځه د ګډې منصوبې پېل كولو پراخا امكانات موجود دي۔په دې موقعه ده هيله څرګنده كړه چې د فورم په مهال به بزنس ټو بزنس رابطو سره دواړه هېوادونه د همكارۍ موقعو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل 200 ملین څخه زياته آبادي لرونكې پاكستانې ماركيټ د نړۍ 5م لويے ماركيټ دے۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت سيمه ايز تجارت ته بنيادي اهميت وركوي دغسې سرمايه كارۍ او معاشي رابطو كښې اضافه ترجيحات كښې شامل دي٬ مونږ رابطو كښې تندي غواړؤ دغسې چې پاكستان د منطقې تجارتي او كاروباري مركز جوړ كړے شي۔ وفاقی وزیر د فورم كاميابۍ سره په كولو د روسيه حكومت او اړوندو وزارتونو او ادارو مننه هم وكړه۔ ده ووئيل ډېر زر به په پاكستان او پاك روسيه سرمايه كاري او تجارتي فورم وكړے شي دغسې چې د شريك سباؤن خوب ريښتيا كړې شي۔(اے پي پي وا ١٦١١)
متعلقہ مضامین
-
Anyone aiming to hurt army-people bond not a ‘friend’ of Pakistan: PM
-
Last chance for Rana Shamim to submit witnesses list
-
Court seeks NAB’s comments in LNG reference against Abbasi, Miftah
-
MEPCO dismisses female official, penalizes three others in departmental cases
-
Pakistan for defeating terror by addressing root causes
-
US military begins airlift of flood relief items
-
Demand jumps by 800MW with one degree increase in temperature: Miftah
-
Quaid-e-Azam — a leader of unparalleled qualities remembered on his 74th death anniversary
-
Alternative plan launched to save Dadu city amid relentless floods
-
Akhuwat introduces global program KiDS in schools
-
Punjab governor presents cash award to position holder student
-
Shamim issues ‘unconditional’ apology in Saqib Nisar case